واک ته د ښاغلي اشرف غني له رسیدو سره سم، یو په یو له اسلام سره په ډاګیزه توګه له کلونو راهیسې پټه کینه را وخوټېده! له کابل نه خپرېدونکې اکسپرس ورځپاڼې د الله جلت عظمته په وړاندې بې ادبي وکړه! ور پسې د ښاغلي ولسمشر مشاور د اسلام د مبارک دین د زده کړې د مخنیوي غږ پورته کړ! له دې وروسته له افغانستان څخه امریکې ته د ځینو تللیو له خوا هلته په یوه غونډه کې د نر او ښځې تر منځ د میراث د وېش په اړه په مرموز ډول ځینې مرموزې څرګندونې وشوې! او اوس اوس خو دا دي د ښاغلي ولسمشر مېرمن چې مسلمانه نه ده، یوې بلې خورا ګواښمنې لوبې ته پښه ور اوږده کړې! او هغه دا چې له فرانس پرس خبري آژآنس سره یې په خپلو څرګندونو کې په ډاګه د ښځو پرده کول ړوندوالي ته ورته ګڼلې دي! دا په داسې حال کې چې پرده او حجاب د قرآن کریم په صریحو آیتونو ثابت او قطعي حکم دی، چې مسلمانان ایمان پرې لري!
دا ټول واک ته د ښاغلي اشرف غني له رسیدو سره سم تر سره شول، او تر ننه د حکومت له خوا په رسمي ډول نه دا کار غندل شوی، او نه یې د مرتکبینو دنیولو، یا له هغوی نه دپوښتنو ګروېږنو په اړه څه ويل شوي!
دا په داسې حال کې چې افغان مجاهد ولس له ۹۹ په سلو کې زیات مسلمان دی، او د تاریخ په اوږدو کې یې هېچا ته اجازه نه ده ور کړې چې په سپېڅلي دین او پاکه عقیده یې تیری. یا يې په اړه بې ادبي وکړي! او که چا کړي نن هم ټول پوهېږي چې له څه ډول برخلیک سره مخ شوي!
دا خو هغه و چې نورو د ښاغلي اشرف غني تر لمن لاندې یا یې په لمن کې وکړل، خو خپله ښاغلی ولسمشراشرف غني وايي چې په ستره محکمه کې به یوه مېرمن په دنده وګوماري! که څه هم چې دا ژمنه یې لکه ده چې ویلي مخکې کړې وه، خو اوس یې د پوره کولو لپاره شېبې ګڼي!
په دې کې هېڅ مسلمان شک نشي کولی چې د اسلام مبارک دین د عدل او انصاف دین دی، د حکمت او عدالت دین دی، د هر چا حقوق یې پوره ور کړي، او دا هر څه د الله جل جلاله له لخوا دي!
الله جل جلاله په قرآن کریم په صراحت سره په دوهمه پاره کې د البقرة سورت په ۲۲۸ آیت کې فرمایلي چې د نرانو درجه له ښځو لوړه ده: ( وللرجال عليهن درجة… ). او همدارنګه یې په پنځمه پاره کې د النساء سورت په ۳۴ آیت کې فرمایلي چې نران په ښځو له دې امله واکمن دي چې الله جل جلاله ځینې ددوی ته په ځینو نورو غوروالی ور کړي، یعني نارینه وو ته یې په ښځینه وو غوره والی ور کړی: ( الرجال قوامون على النساء بما فضل الله بعضهم على بعض…) همدا رنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي چې هغه قوم به هېڅکله بریالی نشي چې خپل واک د ښځې په لاس کې ور کړي! ( لن یفلح قوم ولوا أمرهم امرأة ) رواه البخاري، باب کتاب النبي صلی الله علیه وسلم إلى كسرى.
که څه هم چې د ښځې په اړه زمونږ په حنفي مذهب کې راغلي چې له حدودو او قصاص پرته په نورو حقوقو کې قضاوت کولی شي، په دې معنی چې مطلق قضاوت نه، بلکې مقید قضاوت کولی شي، خو په دې بیا څلور واړه مذاهب متفق دي چې ښځه ولایت عامه نشي کولی، علمای کرامو ولایت یا واکمني په دوه ډوله وېشلې ده، یو ولایت عامه بل ولایت خاصه!
عامه واکمني لکه د مسلمانانو مشري کول، هغه که د ولسمشرۍ په بڼه وي، که د وزارت، که د لویې څارنوالۍ او که د لوړې قضا. ځکه چې دا عامه واکمنۍ دي، په دې معنی چې ولسمشر د ټول هېواد او ولس مشر وي، وزیر د ټول هېواد او ولس وزیر وي، لوی څارنوال د ټول هېواد او ولس څارنوال وي، قاضي القضات او ستره محکمه په هېواد کې د ټول هېواد او ولس تر ټولو لوړ، ځواکمن او پیاوړی ارګان دی! داسې چې کولی شي ولسمشر او وزیران هم محاکمه کړي!
نو په داسې یو ځای کې د ښځې ټاکل له اسلامي اصولو سره په جوت ټکر کې دي، البته که په نورو ټیټو چوکیو کې د اړتیا له مخې د اسلام د مبارک دین د لارښوونو په نظر کې نیولو سره په کار وګومارل شي، څه ستونزه به نه وي، خو په دومره لوړ او ستر مهم ارګان کې د ښځې ټاکل، او هغه هم داسې ښځه چې د وړتیا او دیني پوهې له مخې به په هېڅ ډول ددې لوړې چوکۍ وړتیا ونه لري! آیا همدا اوس په ټول هېواد کې داسې کومه فقیه عالمه ښځه شته چې د سترې محکمې د غړیتوب وړتیا دې ولري!!
دا په دې معنی نه ده چې اسلام له ښځې سره څه کمی کړی، والعیاذ بالله! بلکې له ښځې سره د هغې د فزیکي او عاطفي جوړښت په نظر کې نیولو سره همدا عدالت دی، په حقیقت کې له ښځې سره ظلم دا دی چې داسې کار پرې ور وتپل شي چې ددې له فزیکي او عاطفي جوړښت سره اړخ نه لګوي.
که د انسانیت تاریخ ته وګورو، په څه کم یو لک او څلوریشت زره پیغمبرانو کې یوه ښځه هم پیغمبره نه ده راغلې!! ټول پیغمبران نارینه وو! د څلورو مذاهبو بلکې د ټول امت په اجماع د لمانځه امامت ښځې ته جواز نه لري! نو د هېواد په ستره محکمه کې به څه ډول د غړیتوب جواز ولري!
د ټول انسانیت په اتفاق سالم عقل په سلیم بدن کې وي، اود ټول انسانیت اتفاق دی چې ښځه زیات وخت ناروغه وي! په ټولیز ډول له فزیکي جوړښت پرته، کله چې بلوغ ته رسي په مسلسل ډول تر بوډاتوبه په هره میاشت کې له یوې ثابتې او مشخصې ناروغۍ سره لاس او ګرېوان کېږي!
له دې پرته د اولاد له زیږولو مخکې اووروسته له ناروغۍ سره مخ وي! او د اوسنیو طبیبانو د پلټنو او څېړنو له مخې د ښځې ماغزه له نر څخه کم دي!
له همدې امله الله جل جلاله د خپل حکمت له مخې ښځې په ځینو هغو عبادتونو نه دي مکلفې کړې په کومو یې چې نارینه مکلف کړي! لکه جهاد! لکه په جماعت سره لمونځ کول! لکه د اولاد نفقه! لکه مهر! سره له دې چې د ګډ ژوند له خوږو او ترخو څخه خاوند او مېرمن دواړه برخمن کېږي! خو الله جل جلاله مهر په خاوند لازم کړی. او له همدې امله الله تعالی د کور سرپرستي، او د طلاق واک نر ته سپارلی!
دا او دېته ورته نورې بېلګې هغه څه دي چې ښيي، د نر او ښځې تر منځ د مساواتو خبره، ددوی د فزیکي جوړښت په نظر کې نیولو سره شرعا او عقلا مردوده ده. البته عدالت شته، او باید پلی شي، خو مساوات کله هم د عدالت په معنی نه دي. او نه عدالت د مساواتو په معنی دی!
په پای کې ښاغلی ولسمشر اشرف غني باید د افغان ولس د معتقداتو او مقدساتو په نظر کې نیولو سره سم ګامونه پورته کړي، د پردیو د ګټو او غوښتنو لپاره د ولس په عقیده او باور له پښو اېښودلو څخه ډه ډه وکړي! ځکه چې دا ډول کړنې له پردیو پرته د بل هېچا په ګټه نه دي. بلکې ولس یو ځل بیا د تباهۍ او بربادۍ په لوري بیايي!