رون چې کله لمر څرک وهل  او خړه زمکه یې په تسلوط کې را ونغښتله ؛د وړانګو غشي یې هر خواته خواره واره کړل؛ زه هم  د لمر په وړانګو کي شانه ورانه روان شوم  چی ګورم  په لاره کي یوه جونګړه ښکاره شوه ؛  زه هم په منډه منډه ورغلم د روازه مي ور وټکوله  ؛دروازه یې پرانستله  یو دم مي  سترګي په یو زلمي ولګېدې ؛زلمی هم نو زلمی وو؛

 زلمی په قد لکه دنګ چنـار ښا یسته مخ لکه شپوږمۍ؛  سره شونډان لکه د ګلاب سرې پاڼې تار تار زلفی دا ټولې په نازک وجود کې غزېدلې وې  ؛ ما سم دستي د ؛زلمي؛ له ملګري څخه پوښتنه وکړه ما وې زلمی څه روزګار؛ یعني څه کار کوي هغه کټ کټ شین شو له خندا  ؛غاښونه یې لکه د واوري څپک سپین وبرېښېدل او په په نرمه لهجه یې ځواب راکړ ویل زلمی خو ډېر تریالی اوبهادر ځوان ده چې په همځولو کي یه سیال نشته  اود دې ترڅنګې ښه لامبو هم زده ده دی هر وخت سحار وختي  هغه د برکلي سمندر ته ځي ؛ او له هاخوا په پنډو  پنډو  ملغلري راوړي ؛ زه هم ورته کوته په غاښ شوم ؛ خوبله ورځ چې زلمی سحار وختي روان شو؛ زه هم غلی غلی پسي روان شوم چې ګورم زلمی د ماهي په شان په سمندر کې لامبو وهي او د لمرپه څېر ملغلري یې راوه إیستلې بېرته ورو ؛ورو را روان شو ؛

زه هم ړنګ ړنګ را روان شو م؛ بله ورځ چې بیا ګورم په هم هغه ټیم ؛زلمی ؛ په ځغاسته منډي را وهي  مخې لکه اورتک سور سره اوښتی وو ؛ ما وې خیر ؛دوېل د سمندرهغه ویاله وچ شوی وه کوم چي به ما پکی ملغلري لټولې یواځی اوس بادونه پکی تاوېدل راتاوېدل ؛ ما په خوږه لهجه ور ته وه ویل ؛زلمی؛یه هیڅ غم مکوه ؛ صبر وکړه خدای ج به سمندر سبابېرته را وباسي.