شاعر: ملنګ یار
د ابدي ژوندون لپاره له داره نه ویریږو
موږ رسوي تر منزلو له د لاره نه ویریږو
په دغه لاره کې مو سر او مال بښلی رب ته
ډار به له مونږه ډار کوي موږ له ډاره نه ویریږو
بارود په ځان پورې تړو غوښې په اور لمبه کړو
ابراهیمي میــــنه لرو له انـــــګاره نه ویریږو
ستا په ګوزار باندې خو موږ تر جنتو رسیږو
پرواه چې وه نه کړې موږ ستا له ګوزاره نه ویریږو
موږ د نبی(ص) په قدم پل ايښی جهاد مو کړی
مونږه ګټوونکي یو د جنګ مونږ له حاره نه ویریږو
سوفر د صفر شوه لو ځان ته د وتو لار ګوري
بل دې را درومي موږ د چا له یلغاره نه ویریږو
موږ یو مین په ښکلي دین ټوله دنیا نه پریږدو
موږ دا د مینې په ریښتونکي اظهار نه ویریږو
اې (ملنــــګ یاره)د غمو ســــره بلد غمو کړو
نم مو نور ختم دی د غم له خمار نه ویریږو