شاعر: سراج
ګــــودر مـو شاړ دی بيا مـــــنګى نه لري
څـوك چې پرې نه ژاړي زړګى نه لري
دا چې مـزار د شهــيــد خړ ښـــکارېـــږي
جــــنډې ېـې نشــــته اولرګى نه لري
هغوي چي ځان بې اسلحې بـولي لا
لــکـــه چـې لـــوراوتــبرګــى نـه لري
دا بعضـې خــلك دومـــره کـــبرکــوي
تــه بــه وانـه مــري او مرګى نه لـري
هغـــوي هېرنـه کــړې دماڼيــوخانـه!
چې لابې کــوره دي کـورګى نه لـري
شپه هم تياره ده اوداغرهم عجـيب
ګړنـګ ګړنـګ ده اوتنــګى نــه لــر ي
مينه له يو زړه نه په بل زړه شنه شي
چـا ويــل د ګــل ونه نيــالــګى نه لري
د”سراج “زړه بانــدې اورونـه بـل دي
داسې اورونــه چـې لــوګى نـــه لري