تېره اونۍ ولسمشر اشرف غني د اختر په مناسبت د روژې له اووه ویشتم څخه د اختر تر پنځم پورې د وسلوالو طالبانو پر وړاندې اوربند اعلان کړ، نوموړي ټولو نظامي ارګانونو ته امر وکړ چې د طالبانو پر وړاندې له تهاجمي بریدونو څخه لاس په سر شي، یوازې دفاعي بریدونو ته متوجه اوسي.
د ولسمشر اشرف غني له اقدام څخه هیوادوال خوښ شول، ځکه چې نوموړي وسلوال طالبان افغانان وګڼل، په داسې حال کې چې له دې مخکې د ګاونډیو هیوادونو په نیابتي جګړه تورن کیدل.
د ولسمشر اشرف غني له اوربند څخه وروسته وسلوالو طالبانو څخه هم ورته هیله کېدله، ترڅو چې د اختر په مناسبت له بریدونو څخه لاس واخلي.
وسلوالو طالبانو هم د افغانانو د ژوند خوندیتوب په پار د اختر دری ورځې اوربند اعلان کړ، د دوی په اند چې تهاجمي بریدونه به یوازې د بهرنیو یرغلګرو پر وړاندې دوام لري.
طالبانو د اوربند پر اقدام سربېره د جنګي اسېرانو د آزادۍ خبر هم ورکړ، هغه جنګیالي چې د جګړې پر مهال نیولي شوي دي د اختر په مناسبت به د ضمانت په صورت کې آزاد شي، او اختر به له خپلو کورنیو سره یو ځای تېر کړي.
د امریکائي یرغل له پیل څخه تراوسه پورې دا لومړی ځل دی چې حکومت او وسلوال طالبان په اوربند باندې موافقه کوي، د دوی له اقدام څخه افغانان خوښ دي او ملاتړ یې کوي.
د یادونې وړ ده چې د بهرنیو ځواکونو شتون د افغان سولې لپاره جدي ګواښ دی، نو د ملي یووالي حکومت باید د بهرنیانو برخلیک په اړه هم خپل دریځ څرګند کړي.
ترڅو چې بهرني ځواکونه زمونږ هیواد کې میشت وي، نو د سولې پروسه به د تېر په څېر سبوتاژ کوي، ترڅو چې افغانانو باندې تپل شوې جګړه دوام مومي، د جګړې قیمت به افغانان پرې کوي او کریډټ به یې یوازې بهرنیان اخلي.
هیله ده چې اوربند ته د جګړې دواړه ښکیل لوري ژمن پاتې شي، ترڅو چې د سولې په لار کې د یو او بل اعتبار ترلاسه کړي، او بالآخره افغانستان څخه د څلویښت کلنې جګړې ټغر ټول شي او تلپاتې سوله راشي.