د مسکو او جینوا له کنفرانسونو وروسته یو ځل بیا د سولې په تړاو بیلا بیل بحثونه کیږي، کله چې د مسکو غونډه کې طالبانو ګډون وکړ، نو سولې لپاره مړاوې شوې غوټۍ یو ځل بیا را ژوندۍ شوې، طالبان او سوله د خبري رسنیو سر ټکي وو، نړیوال او افغانان ټول سولې ته خوشبینه شول، په ځانګړي ډول افغان ولس یې تود هرکلی وکړ، ځکه چې د تېر څلورو لسیزو را پدیخوا افغان ولس د اور په لمبو کې سوځیږي، نو سولې په راتګ سره به افغان ولس د آرامۍ ساه واخلي او خپل سولیز ژوند به پیل کړي.
متأسفانه چې د جینوا کنفرانس د سولې هڅې کمرنګه کړې، ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رئیس عبدالله د افغانستان په استازیتوب ضد او نقیض څرګندونې وکړې، ولسمشر ټینګار وکړ چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې باید ضرور ترسره شي او بیا به مونږ د سولې لپاره خپل پنځه کلن پلان باندې کار وکړو، چې د پنځو کلونو په اوږدو کې به طالبان هم د افغانستان سیاسي نظام کې ونډه واخلي او بالآخره به سوله تأمین شي.
اجرائيه رئيس عبدالله بیا ټینګار وکړ چې سوله او ټاکنې باید سره یو ځای نه شي، ټاکنې بیله پروسه او سوله بیله پروسه ده، نو مونږ به ټاکنې او سوله په موازي ډول سره مخ پر وړاندې وړو، چې د وخت په تېریدو سره به هم سوله راشي او هم به مو ټاکنې ترسره شي.
د جینوا له کنفرانس وروسته داسې ګنګوسې هم واوریدل شوې چې ولسمشر اشرف غني غواړي چې راتلونکو پنځو کلونو لپاره یو ځل بیا ولسمشر شي، لکه څنګه چې نوموړي مخکې هم ویلي و چې زما پلانونه نیمګړي پاتې دي، نو غواړم چې راتلونکو پنځو کلونو کې یې مکمل کړم، په داسې حال کې چې نړیوال او افغان سیاسي او نظامي شنوونکي د ولسمشر اشرف غنی پنځه کلنه دوره د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو کمزورې او پاشلې ګڼي، چې افغان ولس په غوڅ اکثریت ترې خپه دی.
په اوسني عصر کې ټاکنې تقریبا په ټوله نړۍ کې ترسره کیږي، حکومتونه د ټاکنو له لارې بدلیږي، نوي حکومت هڅه کوي چې خپل ملت لپاره کار وکړي او ترې راضي شي، بدبختانه چې افغانستان کې بیا هر څه سرچپه روان دي، د ټاکنو له لارې هر راتلونکی حکومت له اوسني حکومت نه بدتر او کمزوری وي، اداري فساد، خپلمنځي اختلافات او د واک په سر شخړې یې اصلي موخې وي، ملت ترې هیر وي، بلکې هر واکمن هڅه کوي چې د خپلې بقاء لپاره د ملت سترګو کې خاورې وشیندي.
د یادونې وړ ده چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره هر ګوند تیاری نیولی دی، هر یو خپل نوماندان ټاکلي دي، په داسې حال کې چې افغان ولس هره ورځ د بهرنیانو له لوري په ړندو بمباریو کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي او د ستونزو له اوږدې لړۍ سره مخ کیږي، متأسفانه چې د ولسمشر په ګډون یو لوړ پوړي چارواکي هم د دوی په ټپونو پټۍ نه ده لګولې، د سولې لپاره یې هلې ځلې نه دي کړې، بلکې یوازې د څوکۍ نیشې لیوني کړي دي او د سولې پر وړاندې خنډونه ایجادوي.
افغانستان کې شفافې ټاکنې مستحیلې دي، چې تېرې ولسمشریزې ټاکنې او د روان کال پارلماني ټاکنې یې څرګندې او تازه بیلګې دي، چې څو ورځې مخکې د کابل په شمول د څو نورو ولایتونو ټاکنې لغوه اعلان شوې، نو په داسې حال کې چې ټاکنې سمبولیکه بڼه لريٍ، مګر بیا هم ولسمشر او اجرائيه رئيس په ټاکنو اصرار کوي او د سولې مخنیوي هڅې کوي.
نو په دې اساس ټول افغان ولس په ځانګړي ډول سیاسي څیرې باید متوجه شي چې سمبوليکو ټاکنو لپاره سوله قرباني نه شي، اوسمهال افغان ولس تر هرڅه سولې ته ډیره اړتیا لري، نو کله چې سوله راشي، حکومت او ټاکنې د آرامۍ کار دی، ځکه خو تر هر څه مخکې باید سولې لپاره کار وشي نه د جعلي ټاکنو لپاره.