ولسمشر اشرف غني چې پنځه کاله وړاندې یې د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د سولې شعار بدرګه کاوه، بالآخره یې کاري دوره هم پای ته ورسیده، مګر بیا هم د نوموړي دریځ د سولې پر وړاندې واضح نه دی، کله د سولې وړاندیزونه کوي او کله بیا د جګړې اخطارونه ورکوي.
څو ورځې مخکې چې د طالبانو او امریکا مخامخ خبرو لړۍ د څلورم ځل لپاره پيل شوه، او د شپږو ورځو مسلسلو ناستو وروسته دواړو لوریو د پرمختګ خبرونه ورکړل، چې په غوڅ اکثریت سره د افغانانو له لوري استقبال شوې او تمه ده چې ډیر ژر به طالبان او امریکا یوې پایلې ته سره ورسیږي.
د قطر له غونډې وروسته چې کله خلیلزاد کابل ته را ستون شو او د ولسمشر اشرف غني سره یې د غونډې جزیات شریک کړل، نو ولسمشر اشرف غني د سویس د اقتصادي غونډې د څرګندونو خلاف سولې ته خوشبیني وښوده، ښاغلي غني چې سویس کې یې د بهرنیانو له وتلو سره کلک مخالفت څرګند کړ او د ۴۵۰۰۰ ملي اردو د تلفاتو څخه یې هم پرده پورته کړه، نوموړي وویل چې مونږ زیات تلفات ورکړی دي نو که امریکا ووځي نو دا قرباني به مو په سیند لاهو شي.
ولسمشر اشرف غني د ارګ څخه په ویډیويي پيغام کې وویل چې د بهرنیانو شتون په افغانستان کې د افغانانو په ګټه نه دی، او په تدریجي ډول به د بهرنیو ځواکونو شمیره صفر ته را ښکته شي، سربیره پردې ولسمشر غني د لومړي ځل لپاره د سنګین ولسوالۍ ملکي تلفاتو ته هم اشاره وکړه.
د سیاسي شنوونکو په اند چې ښاغلي غني ډیرې هلې ځلې وکړې چې د امریکا او طالبانو مخامخ خبرو پر وړاندې خنډ شي، مګر دا چې اوس نوموړی منزوی شوی دی، نو ځکه وخت په وخت متضادې څرګندونې کوي، کله د سولې وړاندیزونه او کله بیا د جګړې اخطارونه ورکوي.
نو که ولسمشر غني په رښتیا هم سولې ته ژمن وي، باید چې د سولې پر وړاندې خپل دریځ قاطع او څرګند کړي، ترڅو چې افغان ولس د نوموړي په اراده باندې پوه شي، که چیرې رښتیا هم د سولې راتګ ته شیبې شماري نو پکار ده چې نور د جګړیز سیاست څخه لاس په سر شي.