د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې سیمه ییزو پولیسو(اربکیانو) د یو خصوصي ښوونځي استاد نورالدین په خورا قساوت سره وژلی دی.
استاد نورالدین ستانکزی چې د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ مغیل خیلو کلي اوسېدونکی ؤ، وړمه ورځ د تاشخان په سیمه کې اربکیانو په ډزو سره وژلی دی.
د محمدعیسی په نوم د مغل خیلو یوه اوسېدونکي رسنیو ته داسې ویلي: « دغه استاد د مغل خېلو اصلي اوسېدونکى و، په خپل موټر کې دوستانو کره روان و چې د تاشخان په سيمه کې اربکیانو پرې ډزې کړې، دغه استاد يې وژلى او د ده په موټر کې ناسته يوه ښځه يې ټپي کړې ده.»
د لوګر د امنیه قومندانۍ ویاند شاه پور احمدزي ددغه پېښې د تایید ترڅنګ یې ویلي، چې د سیمه ییزو پولیسو(اربکیانو) لخوا د استاد ستانکزي د وژلو قضیې په هکله یې څېړنې پیل کړي، ترڅو د پېښې څرنګوالی معلوم کړي.
نورالدین ستانکزی چې د پکتیا پوهنتون له انجینرۍ پوهنځي نه اول نمره فارغ شوی ؤ، له تیر یوه کال راهیسې یې د لوګر ولایت په یوه خصوصي ښوونځي کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله.
انجینر ستانکزی او د هغه ورور ډاکټر خان وزیر چې له پلاره یتیمان پاتې شوي وو، د ځوانۍ عمر ته له رسېدو سره سم یې مور وفات شوه، چې د نورالدین په وژل کېدو سره د هغه ځوانه کونډه، یتیم زوی او یوازینی ورور ډاکټر خان وزیر پاتې شول.
په ټولنیزو رسنیو کې د اربکیانو لخوا د نورالدین ستانکزي وژل کېدل د هغه د ټولګیوالو او محصلینو لخوا په پراخه کچه غندل شوي دي.
د همایون په همت په نوم د ستانکزي یو ټولګیوال په خپله فیسبوک پاڼه داسې لیکلي: «د اخلاقو نمونه زیارکښه ځوان نورالدین ستانکزی چې تېر کال له پوهنتون لمړئ درجه فارغ شو
کوم بې رحمه اربکي ځناور خپل د ټوپک شاجور په دې عاجز انسان تش کړی او یو زوی یې یتیم ښځه یې کونډه او یو ورور یې تنها ترې پرېښودل».
د نجیب احمدزي په نوم د هغه بل ټولګیوال بیا داسې لیکلي:«د خپلو زده کړو سره په څنګ کې د خپل کور نفقه او د رنځورې مور پالنه هم ور په غاړه وه. په بې وسۍ او غربت کې یی پوهنتون وویلی . پس له وخته يې په يوه شخصي لېسه کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله.»
دا لومړی ځل نه دی، چې سیمه ییز پولیس او امنیتي منسوبین په لوګر ولایت کې ښوونکي او زده کوونکي په نښه کوي، بلکې تردې مخکې هم د لوګر د مرکز په شمول ګڼو ولسوالیو کې د امنیتي منسوبینو لخوا د ښوونکو او زده کوونکو د وژلو او ټپي کولو ګڼې پېښې ثبت شوي؛ خو حکومت تراوسه دغو کسانو ته په سزا ورکولو کې پاتې راغلی دی.
