شاعر: شمیم شرر
سمون نه خوري، زما او د ستاخیال د یارانې
نور هیڅ نه دي تصویر دی پر دېوال د یارانې
*
ځمکه باندې ګرځم، تا آسمان راباندې وکوت
نور ستړی یمه، نه لرم مجال د یارانې
*
زما مینه شهیده شوه، زما ژوندون تنها شو
اوس شمېرم د مرګ ورځې کال په کال د یارانې
*
ستا مینه تنها دا وه چې دې وخندل او لاړې
د لاس نښه دې راکړه یو د سمال د یارانې
*
شمیم شرره نه کوي آذان رانه خپه دی
موده وشوه چې نه راځي بلال د یارانې