One Comment

  1. 1

    عادل لوګرى

    د فکري یرغل طوفان،د نوح عليه السلام په څير کشتيبان غواړي

    لیکوال:م عبدالمتين عاطفي

    نشره ونکى عادل لوګري

    د اسلام د دښمنانو او صليبيانو د فکري یرغل د دفاع او مخنيوي لپاره تر ټولو لومړی باید خپله سالم فکر، فکري حریت،استقلال،خودي او خود داري ولرو، د ذهني او فکري غلامي له اسارت او اسیر چاپيريال نه لرې او ورسره وابستګي ونه لرو؛ ځکه چې په داسې چاپیريال او محدوده کې د انسان فکري وړتياوې کمزورې کېږي لا پسې مړاوي،کم ځواکه او بې ودې شي او د ارتقاء موانع يې زیاتیږي.
    د فکري یرغل مقابله به هله وکړای شو چې د پاخه ایمان، یقین،باور او روغې عقیدې بنسټونه مو پیاوړي او مستحکم وي،چې ورسره د نیکو اعمالو، اذکارو، د تعبد او تحنّث په عارفانه او صوفيانه چاپيريال کې واوسیږو او د ټولو هغو لارو چارو په لټه کې شو چې انسان پرې خپل خالق ته مقرب کېږي او له شیطان او د هغه له لښکر او له تلبیساتو پرې ژغورل کېږي.
    فکري دفاع، فکري جګړه غواړي؛ فکري جګړه ژمنتيا، فکري پوهنه او فکري سمبالښت غواړي؛ فکري سنګرونه،فکري مدرسې،فکري مکتبونه،فکري خانقاوې او دوامداره فکري مبارزه او مجلسونو ته اړتيا لري… او داسې مرکزونه غواړې چې د فکر او ګروهې د کتابونو او لیکچرونو له مخې پکې فکري استاذان شپه او ورځ د اسلامي فکر درسونه او اصول تدريس کړي او ورته د اسلامي فکر ښېګڼې، مزايا مثبت اثرات او د کفري او غلامانه فکر او ذهنيت بدۍ او ناوړه پايلې وښودل شي.
    د اسلامي امت د اتلانو او فکري مبارزینو د هڅو او اقداماتو زرین تاريخ او کړنې وروښودل شي او بیا د مشق او تمرین په ډول ترې وپوښتل شی.
    د اسلامي فکر اِحیاء او نشأةِ ثانيه د هندوستان د فاتح او ستر بت سومنات ماتوونکي سلطان محمود غزنوي-رحمه الله-حضرت محدث شاولي الله-رحمه الله-حضرت سيد حسين احمد مدني-رحمه الله-مولانا عبيدالله سندهي-رحمه الله-،مولانا اشرف علی تهانوي-رحمه الله-،علامه سید جمال الدين افغاني-رحمه الله-(چې د اسلامي امت او د فکري دعوت سره يې دومره مینه او عشق و،چې په دې سپېڅلې خو اغزنه لاره کې يې د ډېرو بوختیاوو له کبله د ژوند تر پايه واده او نکاح هم ونه کړه) او شهید عبدالله عزام-رحمه الله – په څير فکري غمخوار رجال او لارښودونکي غواړي،چې د اسلامي دعوت او جهاد په عملي لاره کې وفات او ځينو د شهادت جامونه نوش کړل،خو په اسلامي فکر يې زرګونه ځوانان وروزل.
    اسلامي فکر ته بلنه باید د هر ځای او چاپيریال سره سم د سيمو د استوګنو خلکو په خپله ژبه او مناسبو اصطلاحاتو او ادبیاتو سره تلقين شي،لکه د علامه سید جمال الدین افغاني په اړه کښل شوي دي چې هغه به کله په مصر کې د هغه مهال د مستبد او ظالم واکمن پر خلاف ځوانان راپارول،نو یو دهقان او کروندګر چې په لغاتو او سیاسي اصطلاحاتو به نه پوهیده، نو هغه ته به يې د ده د فکر او په کروندګري کې د کارونې د وسائلو په نوم اخيستنې او ورښودنې سره داسې دعوت ورکاوه:”ای زما کروندګره وروره! ته چې په دې مضبوطو لاسونو او مټو سره په چارۍ(بېل) او کولنګ سره د ځمکې زړه څېرولی شې،نو آيا په دې لاسونو ته د دښمن ککرۍ نه شې ماتولای”

    اسلامي فکر پياده کول او د فکري یرغل مخنيوی وسیع النظر خلک کولی شي،تنګ نظري،کم ظرفه او د عقیدې بخیلان هغوی چې د عقيدوي مسائلو په نوم او بهانه له جزئي او وړوکو فروعي مسائلو عُقدې او لانجې جوړوي دا کار نه شي کولی.
    باید زموږ د فکري ډګر لارښوونکي نه دومره بې چوکاټه فکري آزادي ولري چې اسلامي مذاهبو ته نه وي قائل او يا ورته احترام ونه لري او نه دومره تنګ نظري وي چې که کوم څوک له ده سره په مذهب کې شريک نه وي،نو ورته -العیاذبالله-له کافره کم نه بريښي.
    له ځينو اسلامي فکري دعوتګرو سره په يو لړ مسائلو او د هغوی په تفرداتو کې اختلاف په خپل ځای دی، خو د هغوی د فکري مبارزې يادونه، ورته احترام او درناوی باید وکړل شي.
    زه -الحمدلله- د حنفي مذهب کلک پلوی،ترې قربان او پرې وياړم،خو مذهبي افراطيت بیا له اسلام او مذهب سره ټکر، د فکري مبارزې په نازکه مرحله کې ستر خنډ او ضد عمل بولم او پایله يې تفريط راته ښکاري.
    د فکري یرغل دفاع داسې رجال او استاذان غواړي چې فکري ارزښتونو ته په عظمت قائل او له مادیاتو زیات معنوياتو او اعتقادیاتو ته ګروهمن او باوري وي.
    د فکري يرغل مقابله او ډغرې فزيکي جګړې ته اړتيا نه لري.
    کوتک،سوک،څپېړه،غېږ بازي،تېراندازي، ټوپک، ټانک،الوتکې،بمونو د اتومونو کارونه، او داسې نور فوځي او نظامي تجهيزات نه غواړي. البته!فکري مخلصانه هڅې، زيار او د داسې فکري ملګرو مجهز لښکر غواړي چې له عقيدې، اسلام، قرآن او هېواد نه د دفاع او سرښندنې په لار کې يې د خپل مادي ژوند ستر ارمانونه او هيلې ځار کړې وي.
    له فکري جګړې سره هممهاله چې په نظامي ډګر کې هم پوره او برجسته فعالیت ولرو،نو د کاميابي چانس به مو بيخې باوري او نږدې وي.
    د فکري جګړې ډګر د نظامي ډګر له رهبري او ادارې لا زیات قوي مدريت،وړتيا،مناسب اعداد او نور د اړتیا وړ لوازمات غواړې.

    فکري جګړه هغه مردان او ميړني ګټلی شي څوک چې د خپلې ټولنې د افرادو زړونه ګټلی او لاسته راوړلی شي، مړه او خوبولي ضميرونه بيدارولی او په شور راوستلی شي.
    د فکري يرغل د طوفان او طغيان په وړاندې د نوح -عليه السلام- په څير د عزيمت څښتن کشتيبان او جاله وان ته اړتيا ده.
    د فکري يرغل او پرلپسې صليبي فتنو د يأجوج و مأجوج مخنيوی، د سلطان ذوالقرنين،سلطان صلاح الدين ایوبې او نورالدين زنګي په څير جهادي او فکري سدِسکندر غواړي.
    د صليبانو د فوځي او فکري یرغل،زورواکي او ماده پرستي د سور سيلاب په وړاندې د روحانيت او اصلاح د مخکښانو:حضرت عبدالقادر جيلاني -رحمه الله-،حضرت بهاؤالدين نقشبند-رحمه الله-،حضرت خواجه معين الدين چشتي اجميري-رحمه الله-، حضرت شهاب الدين مقتول سهروردي-رحمه الله- او د هډې د لوی مجاهد او صوفي مولانا نجم الدين اخندزاده هډې صاحب-رحمه الله- په څير روحاني شخصیتونو هڅو،مراقباتو،د باطن تصفيې، د خدای -جل جلاله- د رضايت حاصلولو،د رسول الله-صلی الله علیه وسلم- د سنتو د اتباع لټون او د نفسونو اصلاح او د شیطان د مخالفت په موخه فکري چمتووالي ته اړتيا او مبرم ضرورت ليدل کېږي.

    له فکري يرغل نجات، فکري انقلاب غواړي او فکري انقلاب د جهادي لارښود،ستر سياستمدار، ديني عالم،مقتدا او مبارز شخصيت مولوي محمدنبي محمدي-رحمه الله-،اسلامي مفکر او مبارز شخصيت شهيد مولوې نصرالله منصور-رحمه الله- لوی قائد ملا محمدعمر مجاهد-رحمه الله- شهید ملا اخترمحمد منصور-تقبله الله-، ستر غازي الحاج مولوي جلال الدين حقاني-رحمه الله-او د شاهي کوټ (جهادکوټ)د دوو جهادونو په نه ماتيدونکي مورچل کې د امريکايانو خلاف د جهاد بنسټګر قومندان سيف الرحمان منصور-تقبله الله-(چې زما همدرسی ملګری هم و)په څير درويش صفته او اولو العزمه سرلارو رهبري ته ضرورت لري.
    خو بل پلو بیا مذبذب،ماده پرست،موقع پرست،بې وفا او وارخطا ملګري د فکري جګړې په ډګر کې د سړي ملا ماتوي.

    د فکرونو تعمير او روڼتيا د انسانانو د اړتيا وړ هغو توکو او موادو ته ضرورت نه لري چې دوی د آباديو او عمارتونو په عمراني چارو کې ترې کار اخلي،
    البته!پرلپسې او هر اړخيز جد و جهد او عرق ريزي ته اشد ضرورت لري.
    د فکري يرغل په ناورين جګړه کې ماتې، تلفات او ضايعات تدارک او جبیره نه لري.
    آبادۍ او هستوګنځایونه چې ونړيږي، تر پخواني حالت بیا په ښه ډيزائن او نقشه آباديدلی شي،خو د فکري بنسټونو بيا رغونه له حده زيات کړاؤ او له برداشته وتلی زغم او زحمتونه غواړي.
    فکري جګړه د مالي لګښتونو او انتظاماتو پر ځای فکري غنی’، بسياینه، او د افکارو په راجلبولو او اصلاح کې په ځان باور پیدا کيدلو او فکري شيرازي ته اړتيا لري…
    د فکري یرغل خلاف مبارزه کول کوم ځانګړي درسي نصاب او کتابونه، نه لري بلکې کامیاب فکري طرزالعمل،کاميابه دعوتي تګلاره، د داعي اخلاص، للهيت،تقوا، د خپل جهادي صف اتحاد،د خپلو مشرانو کامل اطاعت او ورته درناوۍ او د خلکو زړونه لاس ته راوړل دا ټول هغه څه دي چې د فکري مبارزې په لاره کې راسره پوره پوره مرسته کولی شي.

    څوک چې غواړي د خپلې ټولنې د افرادو فکرونه د دښمنانو له يرغل وژغوري داسې اشخاص د فکري جګړي ګټونکي اتلان او نوميالي غازيان کيدلی شي.
    فکري جګړه د متقابلو خواوو تر منځ، د نظامي او مادي قواوو توازن او انډول نه غواړي، بلکې مبتکر او عبقري تفکر او د امت د ويښتابه په لار کې نبوغ او نوښتت ته اړتيا لري، تر څو د دښمنانو د هر دام څخه د خلاصون په لارو چارو لا د مخه خبرداری ولري.

    له فکري يرغل نه دفاع حساس،بادرکه اوداسې ويښ ځوانان کولی شي چې لرليد او مطالعه يې پراخه،د دښمنانو په ټولو فکري تهجماتو واقف او د نړۍ له شيطاني طلسمونو باخبره او د خصم په ټولو مکرونو او فريبونو پوه او د سياسي رنځونو په نبض پوهېدونکي ماهر طبیب ته ورته وي.
    فکري جګړه دومره مهمه،نازکه او حساسيت لري چې د دې جګړې ماتې خوړلي جنګيالي بيا د بل کمربند او جنګي کرښې د جوړولو وړتيا له لاسه ورکوي او بيا د يوې بلې معرکې تابيا نه شي نيولای.
    کومو قومونو او ملتونو چې فکري ماته او شکست خوړلی هغوی بیا د نړۍ د ژونديو قومونو له فهرست وتلي او تاریخ د محکومو او غلامو قومونو په نوم يادکړي دي.

    شخصیتونه او افراد مړه او وژل کیدای شي،خو عقيده او فکر نه مري.
    فکري جګړه کې افکار داسې مړه،ژوبل او ټپي شي چي زخمونه او ټپونه يې نه ښکاري خو درد او څړېکي يې بيا بطِئ الزوال دي چې ژر آرام نه لري.
    ———-
    يادښت:زما دا ليکنه د فکري یر غل څخه د ژغورنې په اړه کوم پوره تحقيقي مضمون او مطلب نه ګڼم،بلکې دا څو ماتې-ګوډې کرښې مې د مولوي طلحه په لاس د مجاهد ورور ښاغلي حافظ عزيز د لاندې راليږل شوې يوې پوښتنې د ځواب لپاره کښلې وې چې هغه پوښتلي و:”مونږه څنګه او په کومو طریقو کولی شو، چې د روان پراخ او هر اړخیز فکري یرغل مقابله وکړلی شو؟
    ترڅو خپل ځوان کهول له عقیدوي او فکري انحراف او بې لارېتوب څخه را وګرځوو”

    Reply

تبصره وکړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

2014 Powered By Wordpress, muhassileen Team