د افغانستان دیني عالمان او قومي مشران وايي، په هېواد کې د واقعي سولې راتلو لپاره باید بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووزي.
پرون د کابل په یوه هوټل کې د قطر ځنډېدلې ناستې ته د هېواد له ګوټ ګوټ نه د راغلو ۴۰ تنو په شاوخوا کې علماوو خبري کنفرانس ته وویل چې حکومت او سیاسي جریانونه دې سولې ته لومړیتوب ورکړي او هره ورځ دې د ۲۰۰ افغانانو د وژلو مخنیوی وکړي.
دغو علماوو په دې ناسته کې وویل: مشورتي لویه جرګه چې حکومت یې په لنډه راتلونکې کې جوړول غواړي، په اوسنیو شرایطو کې د ولس او هېواد په مصلحت نه ده، پر دې اجماع او اتفاق هم نشته، همدغسې دوی د ولسمشریزو انتخاباتو په باب هم وویل چې په دې جنګي شرایطو کې انتخابات نه شي ترسره کېدای، غوره دا ده چې حکومت هغه شاته وغورځوي او د سولې لپاره هڅې ګړندۍ کړي.
د هېواد له مختلفو ولایاتو څخه کابل ته راغلو علماوو اعلان وکړ چې په راتلونکو ورځو کې به په ولایاتو کې د سولې لپاره پراخ تحرکات پیل شي او علماء او قومي مشران به له هر منبر او دیرې څخه د سولې په ملاتړ خپل آواز پورته کړي.
د دیني عالمانو په باور ترڅو چې بهرني اشغالګر ځواکونه ترڅو په افغانستان کې وي د سولې هېڅ هڅه به بریا ته پرېنږدي، نو ځکه اړتیا لیدل کیږي، چې دغه ځواکونه زر تر زره له هېواده ووزي.
عالمان وايي، دا چې د ورځې دوه سوه تنه افغانان په جګړه کې وژل کېږي، د دې وینو پور به د هغه چا په غاړه وي چې د سولې مخالفت کوي.
