2 Comments

  1. 1

    محمدبلال احمدی

    هرطالب جنګیالي ته له پاکستانه ډبل معاش راځي پرته له معاشه یوه ثانیه هم ولاکه وجنګیږي.
    دا خبره یوۀ خړکي طالب ته په دسترخوان ناست خپل مشر جهاندیده، له سفره تازه راستون شوی غوړ پړ ورور کوي، د طالب ورور د لاسه ډوډی لویږي رنګ یې تک سور اوړي وجود یې ټول خوَلې خوَلې کیږي بلاخره له دسترخوانه ولاړیږي خو مشر یې بېرته کېنوي او د ډوډی خوړلو ټینګار پرې کوي.

    کشر ورور یې زاری کوي چې لطفا پرې مې ږده داسې ډوډی نه خورم چې زما په خولۀ د مهر لګیدو په ارزښت راته تمامیږي، مشر بیا هم زیاتوي چې پرېږده سړیه! د پنجابیانو په سر راته ننګ مکوه ډوډی وخوره، حقیقت تریخ دی او …

    طالب یې خبره نیسي حوصله له لاسه ورکوي بلاخره په ډکه حجره کې وایي:
    وروره! ما وویل چې ما پرېږدئ چې بهر ووځم تبیت مې سم نه دی مګر که تاسې بیا هم پخپل ضد ولاړ یئ او همداسې طالب د پنجاب غلام بولئ نو واوره!
    ستا خبره بلکل سمه ده حقیقت بلکل تریخ دی مګر هیله کوم چې ترپایه حقیقت وزغملی شئ، تاسې مشران یئ د کشرتوب تقاضا دا وه چې زه په پټه خوله ووځم او دسترخوان مو ترک کړم مګر ویره لرم چې که یو وار شروع شوم بیا به هیڅکله هم د حقیقت د اوریدو تاب ونلرئ، تاسې به د وتلو پرځای زما پر وهلو شروع وکړئ خو هیڅ خبره نه ده، د حقیقت له اوریدو وروسته که هرڅه پیښیږي پروا یې نشته!

    واورئ!
    تاسې او ستاسې په څېر په زرګونو خلیج مېشت له غربي رسنیو متاثر او ددرې په مرچل روږدې دا تور لګوي چې طالب ته له بهره معاش راځي نو زه له تا پوښتم چې ما د طالب په صف کې څوکاله تېر کړي؟ څومره زندان مې صرف د طالب په نوم ګاللی؟
    ایا په تېرو اتلسو کالونو ډبل معاش کې زه باید بیاهم ستا قرضداری وای؟
    تا له زندانه په اته ویشت زره ډالره راخلاص نکړم؟
    تا پرون زما میرمنې ته د زکاة پیسې ورنکړې چې ورور مې مه خبروه د زکات په نوم به تغیر شي؟
    تا زما بچیانو ته له سعودي العاب راوړي که زۀ ستا د بچیانو نازوولو توان او طاقت لرم؟
    تۀ په اسمان څکه ودانی او زه په تکاوی ته ورته کور کې اوسم او که زۀ ستا او ته زما په څېر زندګي لرې؟

    ته په زرګونو ډالره زما قرضداری یې او که ستاسې شیرینې میرمنې ته زما د میرمنې سر ښکته دی؟
    ستا د ګرانې میرمنې اولورګانو په غاړه کې د خلیج قیمت بها دوه ویشت نمبر ذهب و طلا امیلونه زانګي که زما لوڼه شپه ورځ ستاسې لورګانو ته پخپل پلار ویاړ ناز ونخرې کوي؟
    قسم دی وروره ژړا راځې ستاسې پدې ظلم، پدې ناروا تهمت😥
    زړه مې ټوټه ټوټه شو، پردي خو پرېږده خپل راپسې تبلیغات کوي، چیرته دی زما هغه د اتلسوکلونو معاش چې له اسلام اباده راتلو او زه پرې نه یم خبر؟
    چیرته ده زما د زندان بدله چې تاسې ته پنجابیانو زما په نه شتون کې درکړي او ماته مو حال نه دی ویلی؟
    ظالمانو داسې خو مه کوئ چې هم ستاسې قرضداری او د احسان تر بار لاندې او هم مو زما معاش نوش جان کړی!
    ووایه وروره! ووایه زه نن حتما دا ځواب غواړم!
    ولې نن زما بچیان او میرمن ستا له بچیانو سره واضح توپیر لري؟
    په رنګ او رنک، لباس او جامه ناسته ولاړه، عید، غم او ښادی کې؟
    ولې نن زما پرماشومانو خاورې دوړیږي؟
    او ستاسې نازک ماشومان په انګلیسي خبرې کوي؟
    ولې ستا ماشومانو سره اېس اېټ فلس مبایلونه او زما ماشومان د نوراني قاعدې د پیسو په ارمان دی؟
    ووایه هن؟
    ځواب راکړه!
    ما هغه پیسې کومې ورځې ته ساتلي چې نن مې د اولاد په ښمر نه راځي؟
    که تۀ دا سوچ کوې چې زما ناخبره او سادۀ ورور استعمالیږي او مشران یې مزې کوې نو پخپل چم او ګاونډ کې خو نور په لسګونو طالبان هم شته دهغوی او د نورو وروڼو زندګي یې مقایسه کړه چې طالب یې د ارام عیش او عیشرت زندګي لري او که نور وروڼه یې د خلیج په پیسو مست او شخوندونه وهي؟
    ووایه څوک پیژنې چې یو یو درپه ګوته کړم؟
    هن؟
    ایا د متون عبدالقار مولوي پیژنې چې نن د ګربزو او یا د علیشیرو ولسوال دی؟
    دهغه زندګي درته وښیم چې څه پرې تیریږي؟
    قسم په الله چې د اختر په ورځ چې ستا په کور کې درې عیدونه شوي و په غوښو مو مچان ماړۀ شول او دۀ په کور کې د اختر په ورځ هم په شنو چایو پسې شولو ګل خوړل، هغه نوکل یې په چای پسې راواخیستل چې تۀ یې غوا ته هم ولاکه مناسب وبولې!
    قسم په الله چې مولوي صیب نورالحبیب چې ستا د لیسې مدیر تېر شوی او بسته د خوست مرکز مسؤل پاتې شوی په کور کې د ټیپرو په ښورا پسې ډوډی لمدوي،
    قسم په رب چې د باک مسؤل …. تر اوسه هم د دې ولس او جهاد لپاره دوه لکه کلدارې قرضداری دی دوه کاله وشول چې هیڅ درک نلري.
    قسم په ذات الهي چې د شوراب د عملیاتو څو ورځې مخکینی فدایي په کور کې د سهار او بیګا نلري او همدا تاسې سعودي میشتو یې عمر خوړلي مورکی او یوازیني ورور ته خرچه راولیږله.
    وه وروره ولې د مړې ګیډې فاړسي وایئ؟
    ولې کوئ دا له ظلمه ډک تبلیغات؟
    تاسې به الله ته څه وایئ؟
    چې نه مو عملا قرباني ورکړه؟
    نه مو مالي سرښندنې ته غاړه کېښوه؟
    نه مو د طالب مقاومت تائید کړ؟
    سربېره پردې ناوړه تبلیغات هم کوئ!
    مړ هم طالب پړ هم طالب
    ؟
    بندي هم طالب شهید هم طالب؟
    بدنام هم طالب ګمنام هم طالب؟
    دا څومره عجیب انصاف دی؟
    ایا دا طالب یوازې د ځان لپاره قرباني ورکوي؟
    زه نشم کولی چې ستا غوندې غوږونه کاڼۀ کړم په ضمیر غټه ډبره کېږدم خلیج ته ولاړ شم خپلې میرمنې ته ستا په څېر لعل او جواهر راوړم؟
    مونږ په ښه زندګی نه پوهیږو؟
    خو مسؤلیت دی کنه!
    الله مو نه پریږدي چې سترګې پټې کړو دنیا ته مخه او اسلام او هیواد ته شاه کړو.
    وروره هیله کوم لطفا که مو مرسته نشئ کولی مقاومت مو هم مه داغداره کوئ!
    که خپله غاړه نشئ خلاصولی مونږ ته هم د غلامی طوق غاړې ته مه را اچوئ.
    هیله کوم هیله کوم.
    چې رانه خفه نشئ ما وبښئ زه معذور یم، نشم کولی چې ستاسې هرڅه په پټو سترګو تحمل کړای شم….

    رحــــــــیم الله بریال

    Reply
    1. 1.1

      محمدبلال احمدي

      دا لیکنه نشر کړی مننه

      Reply

تبصره وکړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

2014 Powered By Wordpress, muhassileen Team