عن أنس بن مالک رضي الله عنه كان رسولُ اللهِ صلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ يقول:( اللهمَّ إنِّي أعوذُ بكَ مِن البَرَصِ، والجُنونِ، والجُذامِ، ومِن سيِّئِ الأسْقامِ ) رواه أبو داود والنسائي و أحمد و أبو یعلی
د حديث شرحه
البرص: برګى يا پيس مرض
الجنون: د عقل زوال يا لېونتوب
الجذام: په پښتو کې خوراړه ورته وايي چې نرى رنځ يې يو ډول دى، داسې ناوړه ناروغي ده چې وېښتان ور سره تويېږي، د بدن غوښې ور سره رېږېږي، او زوې ترې ځي، الله دې ټول ترې وساتي
سيئ الأسقام: ناوړه او خطرناکې ناروغۍ
نبي کريم صلى الله عليه وسلم له ناوړه ناروغيو ځکه پناه غوښتې او عادي ناروغيو څخه يې پناه نه ده غوښتې؛ چې ددغه ډول ناوړه ناروغيو صبر او تحمل ګران دى، بل دا چې خلک کرکه ترې کوي ځکه چې ناوړه او ساري دي د انسان شکل او بڼه تغيروي، او عادي ناروغۍ لکه تبه، زکام ••• ددې ډول ناروغيو تحمل او صبر ډېر ګران نه دى
دا دعاء هر مسلمان بايد هر وخت او زياته ووايي؛ ځکه نن سبا ډول ډول ناوړه او خطرناکې ناروغۍ پيدا شوې دي، لکه سرطان، ايډز •••• چې له مختلفو لارو انسان پرې مبتلا کېدى شي
ژباړه له يو څه تصرف سره
