د لوګر ولایت مرکز پل علم د عمرآباد سیمه کې تېره شپه بهرنیو ځواکونو د یو هوایي برید په ترڅ کې د افغان عسکرو پوسته بمبارد کړې ده.
د لوګر ولایت څخه راپورونه کاږي چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په قومانده باندې د ملي پولیسو پوسته بمبارد شوې ده چې څلورو پولیسو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یادونې وړ ده چې بهرنیو ځواکونو په لسګونو ځله د افغان ځواکونو قرارګاو او پوستو باندې هوایي بریدونه کړي دي او درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده، مګر تراوسه پورې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې پوښتنه چا نه ده کړې.