طالبانو د يوې اعلاميې په ترڅ کې په ټاکڼو کې په غوڅ اکثريت د خلکو نه ګډون ستایلی او ويلي يې دي چې په ځينو ښارونو کې د یو شمیر دولتي رسمي مامورینو، «معاش خورو او څوتنو غولیدلو څیرو» څخه پرته نور افغان ولس ګډون ونه کړ او دغه پروسه يې رد کړه.
په اعلامیه کې راغلي، په انتخاباتو کې د افغانانو نه ګډون یو ځل بیا ثابته کړه، چې افغان ولس ته د پرديو غوښتنې او اشغال په هيڅ ډول د منلو وړ نه دی، دوی یو پياوړی اسلامي نظام غواړي، نو ځکه يې په غوڅ اکثریت ورسره پرېکون وکړ.
طالبانو په خپله اعلامیه کې په ټاکنو کې د خلکو نه ګډون او ورسره د پرېکون څخه د مننې په ترڅ کې ويلي دي: «اسلامي امارت له خپل ټول ځوریدلي او مسلمان ملت څخه د زړه له کومې مننه کوي چې د اسلامي امارت غوښتنې ته يې لیبک ووایه، د انتخاباتو په نامه پردۍ دسیسه يې ردکړه، له خپلو مجاهدینو وروڼو څخه یې پراخ حمایت وکړ، مجاهدینوته یې لاس ورکړ او له هغوی سره يې خپل کلک پیوستون ثابت کړ».
په اعلاميه کې هغو افغانانو ته چې په حکومت کې دندې لري ويل شوي چې نور ځانونه مه تېر باسئ، حقایق درک کړئ او د پرديو غلامي پرېږدئ، او په امریکایانو او بهرنیانو يې غږ کړی چې د افغان اولس له دې سرتاسري پریکون څخه باید درک کړئ چې افغان ولس اشغال او له بهرڅخه تپل شوې پروسې او دسيسي په هيڅ ډول نه مني. هسې بې ځایه مصارف مه کوئ، د افغانانو غوښتنې ومنئ او اشغال ته د پای ټکی کېږدئ.
طالبانو د دې اعلاميې په پای کې له خپلو وسله والو غوښتي چې د افغان ولس عزت وکړي چې «له پریمانه پیسو، تبلیغاتو، هڅونو، دسیسو او فریبونو سره سره يې» په دې پروسه کې ګډون ونه کړ، او په ټولو ولایتونو او سيمو کې يې په یوه خوله د طالبانو غوښتنې ته عملې بڼه ورکړه او دغه تپل شوې پروسه يې له ناکامۍ سره مخ کړه.