ليکوال: الهام مهاجر
﷽
داسې پراخ او ژور ایمان ،داسې محکم پیغمبري تعلیم ، داسې حکیمانه او دقیقه روزنه له خپل عجیب اوغریب ځواکمن شخصیت اوعقل حیرانوونکی اسماني کتاب سره چې عجایب اوغرایب یي نه ختمیدونکی دی اوتازه والي کې یي هیڅ فرق نه راځي امام انقلاب رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې مړ ژواندي بشریت کې نوی روح پیداکړو چی د همدغواتلانو له جملی څخه لاندې ځینی یي دیادوني وړ دي:
هغه عمر چې د خپل پلار خطاب وزي یي څرولې او پلارهمیشه د خپل لاس لاندې ساته په قوت اوعزم کې د قریشو له منځنیوخلکوڅخه وه لږ شان امتیاز یي هم نه لاره همزو لویې هیڅ امتیاز نه ورکاوه. هماغه عمر رضی الله عنه وه چې یو واریې ګرده نړۍ خپل عظمت اوصلاحیت ته حیرانه کړه ، قیصراو کسری یې له تاج اوتخت نه بې برخې کړل او د داسې اسلامی حکومت بنسټ یې کیښود چې یومهال پر دغو دواړو حکومتونولاس بری و، دغوره تنظیم له مخې یې پرهغوی غوره والی لاره ، تواضع ، تقوا اوعدالت خو یې لا پریږده چې په هغې کې خو ضرب المثل وه او دا به یې ویل چی مونږ الله سبحانه وتعالی په دین باندې عزتمند کړو.
دا د ولید زوی خالد ؤ ، د قریشو په حوصله مندو ځوانانو کې پوه ، په خپلمنځي شخړو کې یې شهرت پیداکړی و ، دقریشو سردار په قبایلي جنګونو کې ترې مسرته غوښته ، په جزیرة العرب کې لا لوړ شهرت ته رسیدلي نه وه ناڅاپه الهي توره [سیف من سیوف الله] شوه ، څه چې يې مخې ته راتلل پرې کول یې ، همدغه الهي توره د بریښنا په څیرپه روم ورپریووته او د تاریخ په اوږدو کې یې خپل یادونه پریښودل اودا به یې ویل چی خالده ! ډیرجهادونه دې وکړل نن په خپله بستره درته مرګ رازي.
دا ابوعبیده رضی الله عنه ؤ د امانت او نرمۍ ستاینې یې کیدې ، د مسلمانانو د کوچینیو لښکرو مشري يې کوله ، هغه وګورئ چې د مسلمانانود مشرۍ ترټولو لوی بار پرغاړه اخلي او [هرقل] د شام له خړوبه هیواد نه د تل لپاره اوباسي او شړي یي.
هرقل چې د رخصتیدو پر وخت خپل هیواد ته ګوري او وايي اې د شام هیواده! تانه په رخصتیدو کې سلام داسې سلام چې بیا به مو هیڅکله لیده کاته ونه شی.
دا عمرو بن العاص رضی الله عنه ؤ چې د قریشو له پوه خلکو شمیرل کیده ، قریش یې حبشې ته د سفیرپه حیث لیږي چې مسلمانان مهاجرین راستانه کړي خو دی پخپله پاتې کیږي ، هغه وګورئ چې ترمصره سوبې کوي او د ډیر واک څښتن کیږي.
دا سعد بن ابي وقاص ؤ چې د اسلام نه مخکې د هغه په باب نه د کومې لویې پوځي مشرۍ معلومات شته اونه د کومې جنګي پوهې شهرت لري، هغه وګورئ د مداین کونجیانې یې ترلاسه کوي ایران اوعراق په اسلامي حکومت کې داخلوي او تل ترتله د عجمو د فاتح په نوم یادېږي .
او دا هم سلمان فارسی ؤ چې د یوه مذهبي مشر زوی ؤ ، د فارس د یوه کلي اوسیدونکی ؤ له یوې غلامۍ نه بلې غلامۍ او له یوه مصیبت نه د بل مصیبت په لیدو تر مدینې را رسیږي او اسلام قبلوي، هغه وګورئ چې د خپل قام د عظیم الشان پایتخت حاکم کیږی، پرون چې د کوم رعیت یو غړی ؤ نن د هغه هیواد حکمران کیږي او تردې ډیره حیرانونکې خبره خو لا داده چې زهد او تقوا کې یې هیڅ فرق نه راځي، خک یې په داسې حال کې وینې چې په یوه کوډله کې اوسیږي اوټول بارونه په خپل سرپورته کوي .
دا د همدغې مدرسې شاګردان وه چې په نبوي مدرسه کې یې روزنه پالنه اوتربیت شوي وه
ها دا زما مشران دي نن زمونږ مشران ولي په بله روان دي نن ولي مسلمانان د انحطاط په لور مزل کوي نن زمونږځوان نسل د لودیځ اوختیځ په تقلید اخته دی نن د ګردې نړۍ د اشغال خوبونه لیدل کیږي چیرته ده خالدبن ولید رضی الله عنه چیرته ده صلاح الدین ایوبی پورته شه اي د امت ځوانه نن نړۍ تاته انتظار ده آه آه