فتحان حنفي
چې روح مې د وجود یې ته نو تا را ټولوم
وجود ته مې د ژوند کولو سا را ټولوم
یرغل د تورتمونو په سپېدو کې قتلوم
شغلې چې د لمر ومومم سبا را ټولوم
نور به مې له ډکو سترګو اوښکې پاکومه
په وچو وچو شونډو مې مسکا را ټولوم
ګلانو په مخونو کې ستا عکَس ښکارولو
نن واړه په لمن کې مې اشنا را ټولوم
زړۀ مې پټوم کې له کوګله را وتلی
زړګي ته مې د سپین لباس حیا را ټولوم
مور او پلار مې نشته رانه تللې دي لقا ته
دعاوي زه فتحان به اوس د چا؟ را ټولوم