امنیتي چارواکي واېي، د کندوز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د یوه برید پرمهال ۵ تنه پولیس وژلي دي.
د کندوز امنیه قومندان عبدالحمید رسنیو ته ویلي، طالبانو تیره شپه د دشت ارچي ولسوالۍ په محب الله کلي کې د پولیسو په پوسته ناڅاپي برید کړی، ۵ تنه پولیس یې وژلي؛ خو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اووښتې ده.
له بل پلوه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې یې د پولیسو په پوسته چاپه وهلې، ۵ پولیس یې وژلي او ۳ تنه نور یې ژوندي نیولي دي.
مجاهد زیاتوي، په دغه چاپه کې یې له یوه ځانګړي تکتیک څخه کار اخیستی؛ خو په دې اړه یې نور تفصیلات نه دي ورکړي.