د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکایانو ته خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته له سفر کولو څخه ډډه وکوي؛ ځکه هلته د امریکایانو ژوند ته خطر متوجه دی.
په هغه اعلامیه کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې ویل شوي، چې افغانستان له امنیتي پلوه امریکایانو یو له خطرناکو هېوادونو څخه دی، ځکه باید هلته له ورتګ څخه ډډه وشي.
امریکایانو ته د افغانستان د سفر په هکله دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کیږي، چې تیره ورځ د ننګرهار ولایت سپين غر ولسوالۍ په مامند سیمه کې د داخلي برید پرمهال ۱۶ امریکاېي پوځیان ووژل شول.