نن ورځ رویټرز خبري آژانس خبر خپور کړئ و چې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ورته ویلي دي چې د پاکستان او هند کړکیچ به افغان سوله باندې منفي اغیز وکړي.
په همدې اساس ټولنیزو رسنیو کې هم یوه جعلي اعلامیه ښکته او پورته کیدله چې د هند او پاکستان کړکیچ ته پکې اشاره شوې وه، او د افغان سولې په تاوان یې ګڼلی و، د اعلامیې په پای کې د ذبیح الله مجاهد نوم هم لیکل شوی و او تاریخ د روانې میاشتې ۲۵ لیکلی شوی و.
په داسې حال کې چې هند د روانې میاشتې فبریوري په ۲۶ باندې پاکستان باندې هوایی برید وکړ، ځکه خو اعلامیه وپيژندل شوه چې جعلي ده.
سربیره پر دې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم اعلامیه او د رویټرز خبري آژانس راپور یې بې بنسټه او جعلي ګڼلي دي، نوموړي څرګنده کړې ده چې طالبانو د هند او پاکستان د کړکیچ په تړاو د هیچا سره خبره نه ده کړې او د چا په کورنیو چارو کې مداخله کول د دوی په پالیسۍ کې نشته.