د تېرو کلونو په څېر سږ کال یو ځل بیا UNHCR د انسپایري پاکستان په ملاتړ د افغان کډوال محصلینو لپاره د ۲۰۱۹ تعلیمي کال لپاره سکالریشیپونه اعلان کړي دي. په شرائطو برابر کډوال محصلین کولائ شي چې د سکالرشیپ لپاره خپل اړین اسناد د روان کال د اګسټ میاشتې تر شلمې نیټې پورې جمع کړي.
شرائط:
۱ـ محصل باید پي او آر (POR) کارت ولري.
۲ـ د محصل عمر باید ۱۷-۳۰ پور وي.
۳ـ د دولسم شهادتنامه او یا هم معادل سند ولري.
۴ـ د پاکستان تحصیلات عالي له لوري رسمي پوهنتون کې زده کړې کوي.
۵ـ محصل باید اقلا ۶۰٪ نمرې ولري.
۶ـ د کورنۍ بل غړی یې ډافي سکالرشیپ نه وي اخیستئ.
۷ـ محصل باید بل کوم لوری نه سکالرشیپ نه اخلي.
۸ـ ښځینه کډوال محصلینو ته اولیت ورکول کیږي.
اړین اسناد:
۱ـ د DAFI سکالرشیپ فارم ډکول.
۲ـ دوه پاسپورت سایز عکسونه.
۳ـ د مهاجر کارت کاپي.
۴ـ د دولسم شهادتنامه او ټرانسکریپټ.
۵ـ د اړوند پوهنتون څخه بونوفایډ لیټر درلودل.
د یادونې وړ ده چې پورتني سکالرشیپونه یوازې د لیسانس دورې لپاره دي، او فارم له لاندې لینک څخه ډاونلوډ کولائ شئ: