ليکوال: احمد منصور
هېوادوال که له يوې خوا د امريکا او طالبانو تر مېنځ مذا کراتو ته خوشبين دي خو له بلې خوا له هغې ﺯړې ماجرا له بيا تکرارېدو ويره لري چې خپل منځي جنګونه ول،اکثره په دې آند دي چې د امريکايانو له وتلو څخه پس به يو ځل بيا داخلي نښتې پيل شي، غواړم په دې ليکنه کې د روس له وتلو روسته د جهادي تنظيمو د خپل منځي جګړو لاملونه در وښايم او د هغې ماجرا د بيا نه تکرار ډاډ درکړم او درته ثابته به يې کړم چې بيا ان شاء الله له هغو غميزو سره به نه مخ کېږو.
د خپل منځي جګړو لاملونه په لاندې ډول ول
١-هغه جګړې د تنظيمو تر مينځ نه بلکې د يو شمېر هيوادو تر مينځ وې چې هر هيواد يو او يا دوه تنظيمونه سمبالول مرستې يې د خپلو ګټو د خونديتوب لپار ورسره کولې، مشران په دې پوه ول چې مونږ لوبېږو خو د واک مينې دومره ليونيان کړي ول چې خپلې قربانۍ چې د اسلامي نظام د نافېذو لپاره يې ورکړې وې له ياده وويستلې،کشران يې مجبور ول چې خپل مينځي جګړو له لارې خپلو بچو ته نفقه پيدا کړي بله چاره يې نه درلوده.
٢ -واحده قومنده نه وه موجوده هر يوه مشر ارګ له پلار او نيکه څخه ورته پاتې مېراث باله .
٣ – اعتماد د مشرانو په کشرانو او د کشرانو په مشرانو نه وه يوه بې باوره فضا وه
٤-د اسلامي او ملي ګټو پر ځاى شخصي ګټو ته تر جېح ورکړل شوې وه
له هغو غمېزو سره د بيا نه مخ کېدو لاملونه او ډاډ
١-اوسنى جهاد د هيوادو په مرسته نه بلکې د خپلو هيوادولو په مالي مرسته روان دى که څه هم په طالبانو يو شمېر تورونه لګېګي چې د ګاونډيو هيوادو د ګټو،مفادو لپاره جګړه کوي خو دا هيڅ حقيقت نه لري او بې ثبوته ادعاوې دي
٢-د طالبانو په صف کې واحده قومنده موجوده ده د خپل امير په امر په ټول هيواد کې جګړه پيلوي او بندوي يې چې ښه بېلګه يې تېر کال په اختر کې اوربند وه
٣ -طالبانو په خپل صف کې په پوره ډول د اعتماد او باور فضا قايمه کړې چې ستره بېلګه يې روان مذاکرات دي هغه که افغان سياسونو سره دي او که له امريکايان سره، که څه هم دښمن کوشش وکړ چې کشران په مشرانو بې باوره کړي او ورته وښايې چې ګواګى مشران مو واک پسې لالهانده دي خو اوس به د هر کشر طالب څخه دا اورې چې مشران مو علماء دي او له مونږ څخه ښه پوهيږي
٤- طالبان د شخصي ګټو پر ځاى ديني او ملي ګټو ته ترجيح ورکړې که چېرته جګړه يې د شخصي ګټو په بنياد کولى اوس به تاسو د کوم مشر طالب لوړه ماڼى په کوم خارج هيواد کې ليدى د هغه بچيان به مو ليدلى چې په خارج کې درسونه وايې او په لوکسو موټرو کې ګرﺯي
يو بل ستر لامل د خپل منځي جګړو د بيا نه تکرارېدو دا ده چې طالبانو هغه هيوادونو په اعتماد کې اخيستي چې پرون يې يو شمېر تنظيمونه تمويلول چې له هغو هيوادو څخه روسيه ده ، روسى د طالبانو د نظام په مهال شمالي ټلواله تمويلوله خو اوس روسى درک کړه چې هغوي په شان د لوبو نانځکې دي که پرون ماسره وې نن امريکا سره دي سبا به له بل چا سره وي اوس نړۍ پوه شوې چې د افغانستان رښتوني بچيان طالبان دي
له پورتنيو حقايقو را معلوميګي چې راتلونکى به مو ان شاء الله اسلامي نظام تر سيوري لاندې وي.
یادونه: محصلین ویب پاڼه کې هره نشر شوې لیکنه د لیکوال شخصي نظر دی، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.