د غزني ولایت د پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په یوه ټولګي کې چاودنه شوې، چې له امله يې ۱۹ محصلین ټپيان شوي دي.
د غزني ولایت امنيتي مسؤلین وايي، دغه پېښه نن سهار ۱۰:۰۰ بجې د غزني پوهنتون د دري ادبیاتو په یو ټولګي کې رامنځته شوې ده.
د غزني پوليسو ویاند احمد خان سیرت رسنيو ته وویل چې دغه پېښه يو چسپکي ماین رامنځته کړې چې د يوې چوکۍ لاندې ځای په ځای شوی و.
تر اوسه د دې چاودنې مسولیت چا پرغاړه نه دی اخیستی.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه دغه پېښه په کلکه غندلې ده «اسلامي امارت دغه عمل په کلکه غندي، تعلیمي ادارې د داسې موخو هدف ګرځول د اسلامي او بشري اصولو خلاف کار دی».