Related Articles

One Comment

  1. 1

    حاکمي

    د وحشتونو انتها

    شعر:الحاج مولوي محمدنائب احمدي
    ۲۰۱۷-۹-۸

    برما كي بيا بلي لمبې دي خدايه فضل وكړې
    وحشي لاسونوكي چړي دي خدايه فضل وكړې

    بيابه دچامیندي كړي بوري دادوخت فرعونيان
    شروع هرخواسوي ناري دي خدايه فضل وكړې

    اخ بې ګناه ماشومان وينم ګي لمبو كي لغړي
    پرتې سوځلي جنازي دي خدايه فضل وكړې

    دوحشتونوانتهاده زمونږ پرخويندوميندو
    پرڅه حالت داعاجزي دي خدايه فضل وكړې

    له هغه وران كلي وتلي غم ځپلي ګوری
    اخ په سلګو يي سترګي سري دي خدايه فضل وكړې

    خدايه آمان دخپل رحمت په ګلستان كي وركړې
    په درست جهان كي بي اسري دي خدايه فضل وكړې

    ګناه يه داده چي رسۍ یې دتوحيدنيولې
    باندي شروع سختي حملي دي خدایه فضل وکړې

    داپه نامه مسلمانان هم ورته غلي ګوري
    خاموشي تولي اداري دي خدایه فضل وکړې

    اخ احمدي به یې نصرت له كومي لاري وكړي
    ترمنځ يې ستري فاصلي دي خدايه فضل وكړې

    Reply

تبصره وکړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

2014 Powered By Wordpress, muhassileen Team